Gemstonescompany

Gemstonescompany Only tourmaline buyer can join the group Minetomarketstone

16/06/2025
Kunzite for sale
21/05/2025

Kunzite for sale

19/05/2025

24/09/2024

امیرالمومنین حضرت عمر (رض) یو مهال د شام حمص ولایت ته سفر وکړ خلک ورته راغونډ شول، امیرالمومنین خلکو ته وویل چې د خپل ښار د فقراوو لږېست راکړئ چې مرسته ورسره وکړو، خلکو لست ورکړ،امیرالمومنین لېست کتلو چې د سعید بن عامر نوم په کې خلیفه و پوښتل دا سعید بن عامر څوک دی؟ خلکو وویل زمونږ والي !
‏امیرالمومنین وپوښتل چې ولې هغه تنخواه باندې څه کوي خلکو ورته وویل: چې هغه ټوله پر بیوزلو خلکو ویشي، دې خبرې سره د امیرالمومنین اوښکې بهیږي او زر دیناره د کور د لګښت لپاره ورلیږي. والي حضرت سعید بن عامر هغه پیسې هم پر بیوزلو ویشي او وایي: چې د دنیا فتنه په کور کې نه ساتم
‏بل مهال حضرت عمر رض د اسلامي لښکرو د لیدو لپاره د شام سرحداتو ته ځي، لښکر ته رسیدو سره د قوماندان خیمې ته رهنمایي کیږي، ستر صحابي د امت امین حضرت ابوعبیده بن جراح د پوځ قوماندان خو خیمې کې شتون نلري او د لښکریانو د چارو سمبالتیا لپاره له خیمې وتلی و، غرمه کیږي امیرالمومنین ته ویل کیږي چې د ډوډی وخت دی ډوډی به راوړو، امیرالمومنین ورته وایي هو رایې وړئ، سرتيري پوښتنه کوي د جنګیالیو ډوډۍ که د قوماندان ډوډۍ؟ امیرالمومنین پوښتنه کوي آیا د دوی په ډوډۍ که هم توپير شته؟
‏سرتیری ورته وایي: هو!
‏امیرالمومنین فرمایي د سرتيري ډوډۍ راوړی، شیبه وروسته ښوروا غوښه او ډوډۍ راوړل کیږي، امیرالمومنین کاسې ته ګوري بیا وایي چې د قومندان ډوډۍ هم راوړئ! سرتيري ځي او دا ځل د شړومبو یا تروو یوه کاسه او وچه ډوډۍ د امیرالمومنین مخې ته ږدي.
‏امیرالمومنین غږ کوي ستاسو قومندان همدا خوري؟
‏ هغوی ورته وایي: هو!
‏ د قومندان خوراک مو همدا ده، امیرالمومنین سخت تر تاثیر لاندې راځي او په داسې حال کې چې اوښکې یې بهیږي وایي: خدای دې پرتا رحم وکړي ای ابوعبیده په رښتیا چې ته د دې امت امین یې.
‏که رښتینی اسلامي نظام جوړول په افغانستان که غواړی نو دا یې د والي او قوماندان ځانګړتیاوې دي.
‏او که د ځان لپاره آسانتیا او انعطاف زغملای شو بیانو راځئ چې د افغانستان ځوریدلي ملت لپاره هم په ټولو چارو کې آسانتیاوې وزغمو.
کافی
ستاسو ورور. Asad ullah safi

Address

Peshwar Kpk
Kpk

Telephone

+923469390868

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Gemstonescompany posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Gemstonescompany:

Share